Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat
او حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُما دوست زما دوست او د هغوئي دُښمن زما دُښمن دے. (3) په يوه موقع مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْه سره خپله مينه ښكاره كوي، فرمائي: حُسَين رَضِیَ الله عَنْه زما نه دے او زه د حُسَين نه يم، څوك چې حُسَين دوست اوساتي، الله پاك دِ هغه دوست ساتي. (4) په يو بل مقام كښې فرمائي: چا چې حَسن او حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُما سره محبت اوكړو، هغه زما سره محبت اوكړو، چا چې دوئي سره دُښمني اوكړه، هغه زما سره دُښمني اوكړه. ([1])
امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُ د دِينِ اسلام د حِفاظت د پاره په 10 مُحَرَّمُ الحرام، سن 61 هجري کښې د كربلا په ميدان كښې عَظِيمُ الشَّانه قرباني پيش كړه او د دوه اويا ملګرو سره د درې ورځو لوږې او تَندې تيرولو نه پس شهيد شو. ([2])
خواجه غريب نواز، حضرت مُعِينُ الدِّين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُ شان داسې بيانوي:
شاہ اَسْت حُسَیْن، بَادشَاہ اَسْت حُسَیْن دِیْن اَسْت حُسَیْن، دِیْن پَناہ اَسْت حُسَین
يعنې امام حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُ سَيِّد و سردار هم دے، بادشاه هم دے، هغوئي دِين هم دے، او د دِين حفاظت كوونكے هم دے.
سَر دَاد، نَہ دَاد، دَسْت دَرْ دَسْتِ یَزِیْد حَقَّا کہ بِنَائے لَا اِلٰہ اَسْت حُسَین
هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ خپل ځان قربان كړو خو د يزيد پليد په لاس ئې بيعت اونكړو، حق دا