Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

Book Name:Shaban-ul-Muazzam Ki Ahem Ebadaat

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د وعدے پورا كولو سخته پابندي كوله، * وعده ماتول به ئې سخت ناخوښه ګنړل. * د اِعلانِ نَبُوَّت نه مخكښې يو ځل يو كس خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عرض اوكړو: تاسو حصار شئ زه اوس راځم، هغه كس لاړو خو بيرته راتلل ترينه هير شو، درې ورځې پس هغه ته ورياد شو، چې كله هغه ځائے ته اورغلو نو حيران شو چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د درې ورځو تيريدلو باوُجود هلته تشريف فرما وو  او ما شَــآءالـلّٰـه! شفقت او رَحمت او حُسنِ اخلاق ئې اوګورئ! چې نه ئې هغه اورټلو او نه غصه شو، صرف دومره ئې اوفرمائيل: اے سړيه! تا زه په مشقت كښې واچولم. ([1]الله پاك دِ مونږ ته هم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو باندې د عمل كولو سعادت راکړي او د خپلې وعدے پابندي کول دِ هُم رانصيب كړې.

نوټ: د وعدے مُتَعَلِّق د نورو معلوماتو حاصلولو د پاره د شيخِ طريقت، اَمِيرِ اهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا ابوبلال محمد الياس عطار قادري رضوي ضيائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ كتاب ”غیبت کی تباہ کاریاں“ صفحه 461 نه 465 پورې اولولئ.

قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دوه رسالے ”101 مدنى پهول“ او ”163 مدني ګلونه“ هديةً واخلئ او اولولئ ئې. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.


 

 



[1]...اَبُو داؤد ، کتاب : ادب ، باب : وعدہ ، صفحہ : 781 ، حدیث : 4996۔