Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai
نه د اِستِقامت مطالبه كوي. (رسالۂ قشیریہ، باب الاستقامۃ، ص٢٤٠)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ډير اسلامي ورونړه دا ګِيله كوي چې مونږه عمل شروع كړو خو په هغې كښې راته اِستِقامت نه حاصليږي. مَثَلًا يو كس د لمُونځو د پابندئ كولو اِستِقامت حاصلول غواړي خو يو څو ورځې پس بيا سست شي. څوك د قرآنِ كريم د تِلاوت كولو اِستِقامت حاصلول غواړي خو څه ورځې پس ئې پابندي كمزوري شي، راځئ چې د دې كارونو په كولو باندې د اِستِقامت حاصلولو طريقے واورو:
په هر نيك عمل باندې د اِستِقامت حاصلولو د پاره د ټولو نه وړومبے د اِستِقامت رښتينے نيَّت يعني په زړه كښې د اِستِقامت حاصلولو پخه ارداه كيدل ضروري دي، چې د اِستِقامت حاصلولو پوخ نِيَّت وي او د هغې د پاره بنده كوشش هُم كوي نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه د اِستِقامت دا عظيم دولت به حاصل كړي.
(2) د الله په بارګاه كښې دُعا كول
د الله پاك په بارګاه كښې بيا بيا په نيكو كارونو كښې د اِستِقامت حاصليدلو د پاره په ژړا او زارئ دُعا كول پكار دي چې، يا الله پاكه! ما ته د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر د نيكئ په كارونو كښې اِستِقامت رانصيب كړې. ياد ساتئ په حديثِ پاك