Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

د پاره څنګه څنګه قربانئ وركړي دي، قِسم قِسم تكليفونه ئې برداشت كړي دي، خو بيا هم د هغوئي په صبر و اِستِقامت كښې څه كمے نه وو راغلے، مونږ له هم پكار دي چې فُضُولو خبرو، فُضُولو كښيناستلو او نورو فُضُولو كارونو كښې خپل وخت د بربادولو او د هسې بيكاره بهانو جوړولو په ځائے عملي طور د هغه الله والؤ په نقشِ قدم روان شو.

     خو غور اوكړئ چې * چرې داسې خو نه ده چې مونږه په غيبت او چُغلئ كښې په اِستِقامت سره اخته يُو خو په خاموشئ اِستِقامت نه لرو،  * چرې داسې خو نه ده چې مونږه په بد نِګاهئ كښې اِستِقامت سره اخته يُو خو په نظر ښكته ساتلو اِستِقامت نه لرو، * چرې داسې خو نه ده چې د مسلمانانو زړونه ازارولو كښې اِستِقامت سره اخته يُو خو مسلمانانو سره حُسنِ سُلوك كولو كښې اِستِقامت نه لرو، * چرې داسې خو نه ده چې ټوله شپه په هوټلو كښې او د دوستانو په ټولګو كښې بربادولو كښې اِستِقامت سره اخته يُو خو هفته واره اِجتِماع او مَدَني مُذاكره كښې د شركت كولو اِستِقامت نه لرو، * چرې داسې خو نه ده چې په كنزلو او جنګ جګړو كولو كښې اِستِقامت سره اخته يُو خو مسلمانانو ته د نيكئ دعوت وركولو كښې اِستِقامت نه لرو،  *  چرې داسې خو نه ده چې مونږه په ډائجسټ او ناول لوستلو كښې په اِستِقامت سره اخته يُو خو د تِلاوتِ قرآن كولو اِستِقامت نه لرو، ، * چرې داسې خو نه ده چې په فلمونو ډرامو كتلو او سندرو اوريدلو كښې خو اِستِقامت سره اخته يُو خو د دِيني كتابونو مُطالَعه كولو كښې اِستِقامت نه لرو، * چرې داسې خو نه ده چې په سوشل مِيډيا [يعني نيټ كتلو اوريدلو] كښې خو اِستِقامت سره اخته يُو خو د دِين د كار د پاره د يو څو مِنَټو وركولو اِستِقامت نه لرو.