Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! لږ فِكر اوكړئ او د دِين په كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش اوكړئ ياد ساتئ! تاريخ ګواه دے چې كومو خلقو په نيكو اعمالو كولو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش كړے دے نو الله پاك هغوئي ته داسې اوچت مقام او مرتبه عطا كړي ده چې څوك ډير لوئ مُفَسِّر جوړ شو، څوك ډير غټ مُحَدِّث جوړ شو، څوك ډير غټ مُبَلِّغ جوړ شو، څوك ډير غټ مُدَرِّس جوړ شو، چا ته د وخت د امام كيدلو منصب حاصل شو، چا ته د مُفتئ اِسلام جوړيدلو منصب حاصل شو، او تر قيامته پورې د راتلونكو په زړونو كښې به د هغوئي محبت بيدار اوسي، راځئ چې د الله والؤ د اِستِقامت يو څو مختصر واقعات واورو: چنانچه

     اَمِيرُ المُؤمِنين حضرت عثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْه په تِلاوتِ قرآن باندې داسې اِستِقامت حاصل كړے وو چې مكمل قرآن به ئې په يو ركعت كښې لوستلو. (المستطرف،۱/۳۴)

     امام اعظم ابوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لږو خبرو كولو باندې داسې اِستِقامت حاصل كړے وو چې كله ئې د خپل دُښمن غِيبت هُم نه وو كړے. (تاریخ بغداد،الرقم۷۲۹۷،النعمان بن ثابت ابوحنیفۃ ، ۱۳/۳۶۱)

     غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نيكو اعمالو كولو داسې اِستِقامت حاصل كړے وو چې 40 كاله ئې د ماسخُتن په اوداسه د سحر لمُونځ ادا كړے وو. او چې كله به بے اودسه كيدلو نو په هغه ساعت به ئې اودس كولو او دوه ركعاته نفل به ئې ادا كول. (بہجة الاسرار،ذکرطریقه،ص۱۶۴)

      حضرتِ اَسوَد بِن يَزِيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ زر (1000) ركعاته نفل كول، او چې د ولاړيدو نه به عاجزه شو  نو په ناسته به ئې كول.

      حضرتِ كَهمَس بِن الحسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ زر (1000) ركعاته نفل كول او بيا به ئې خپل نفس ته وئيل: ا ے د بدو جرړې پاڅه! بيا چې كله هغوئي ضعيف شولو نو