Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

نه اندازه اولګوئ چې هغې رَضِیَ الله عَنْها ته به ئې د اوسپنې زغره ور واغستله او په لمَر كښې به ئې اودروله. (الاصابه،رقم۱۱۳۴۲، سميه بنت  خباط،۸ / ۲۰۹۔ اسد الغابه،رقم۷۰۱۴،سمیه ام عمار،۷/۱۶۷، ماخوذا)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! لږ تَصَوُّر اوكړئ! چې د عربو د لمَر تود والے او د هغې د پاسه د اوسپنې په لباس كښې به د حضرت سُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْها څه حال كيدلو، خو قربان شم! د اسلام د هغه وړومبئ شهيدې صحابيه د عظمت او اِستِقامت نه! د هغې رَضِیَ الله عَنْها په زړه كښې د الله او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت داسې كور كړے وو چې د دومره سختو تكليفونو باوُجود ئې اسلام پرې نه ښودو، بلكه په ډيره بهادرئ ئې د هغه مشكلو حالاتو مقابَله اوكړه، د هغې رَضِیَ الله عَنْها په دې صبر او اِستِقامت كښې زمونږ د پاره ډير زيات درس دے.

    خو افسوس! چې نن صبا مونږه د وړو وړو تكيفونو او پريشانو په وجه هِمَّت اُوبيلُو او په نيكو اعمالو كښې ثابت قدمي نه شو حاصلولے، كله په فرائضو واجباتو كښې سُستي كوو، كله مو كه د چا په وړه شان خبره زړه خفه شي نو د نيكئ د دعوت په شان عظيمه نيكي پريږدو، كله د خپلوانو او دوستانو د خبرو په وجه د تِلاوتِ قرآن عادت پريږدو، كله د كور د كسانو د خبرو په وجه هِمَّت اُوبَيلو او په سُنَّتو عمل كول پريږدو، الغرض په دې دَور كښې د دوستانو، د كور د كسانو او د نورو خپلوانو د خبرو په وجه زمونږه هِمَّت ختم شي، او مونږه نيك اعمال كول او په سُنَّتو عمل كول پريږدو. كاش! چې مونږ ته په نيكو اعمالو اِستِقامت حاصل شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د حضرتِ سُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْها په ايمان باندې د