Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai
ده چې هغه د اَمِیرِ اهلسنّت، حضرت ِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ او د مکتبۃُ المدینہ د نورو كتابونو او رسالو په مختلفو ژبو كښې د ترجَمه كولو خدمت كوي چې اردو لوستونكو سره سره د دُنيا نورو ژبو والا كروړونه خلق هم د دې كتابونو بَرَكتونه حاصل كړي او د هغوئي هم دا دِيني ذهن جوړ شي چې ما ته د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اصلاح كولو كوشش كول دي. اِنْ شَــآءالـلّٰـه
په ډير كم وخت كښې د دې مجلس تحت د دُنيا په مختلفو ژبو كښې د اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د ډيرو تصانيفو او د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه د نورو كتابونو او رسالو ترجَمه شوي ده. مونږ له هم پكار دي چې د دې كتابونو او رسالو پخپله هم مطالَعه اوكړو او نورو ته هم د دې ترغيب وركړو، د دې د تقسيمولو سلسله هم جاري ساتو او كه كيدے شي نو د نيكئ دعوت عام كولو په نِيَّت په تحفو كښې كتابونه او رسالے وركوو. الله پاك دِ د دعوتِ اسلامي هرې شعبے ته ډيره ترقي وركړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا