Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش كول پكار دي، په كومو كښې چې د الله پاك او د هغه د رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا وي، مونږ له په هغه كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، په كومو كښې چې د دُنيا او آخرت خير وي، مونږ له په هغه كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، چې هغې سره د دِين شان او عظمت اوچتيږي، مونږ له په هغه كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، چې د هغې په ذريعه زمونږه دُنيا ته د راتلو مقصد حاصل شي، مونږ له په هغه كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، چې په هغې كښې د ملك او قوم فائده وي، مونږ له په هغه كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، چې هغه د سُنَّتو عامولو سبب جوړيږي. مونږ له په هغه كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، چې بنده د نيكو طرف ته بوځي. مونږ له په هغه كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، چې هغه د مسلمانانو د ګناهونو نه د بچ كولو سبب جوړيږى، مونږ له په هغه كارونو كښې د اِستِقامت حاصلولو كوشش پكار دے، چې هغې سره زمونږ ايمانونه مضبوط شي.

      ځكه چې اِستِقامت يو داسې صِفِت دے چې په حقيقت كښې هُم دا د كاميابئ راز دے، هُم دا اِستِقامت د ويرې او غم دواړو نه د خلاصئ وسيله ده، هُم دا اِستِقامت جَنَّت ته د بوتللو سبب دے، هُم دا اِستِقامت د ايمان بنياد دے، هُم دا اِستِقامت داسې دولت دے چې د دې په بركت په دُنيا كښې عِزَّت، بزرګي او په آخرت كښې كاميابي نصيب كيږي، دا اِستِقامت جَنَّت ته د داخليدو وسيله جوړيږي. چنانچه

     الله پاك په سيپاره 24 حٰـم اَلسَّجده آيت نمبر 30 كښې ارشاد فرمائي: