Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا وَ اَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ(۳۰)  (پ۲۴، حم السجدۃ:۳۰)                                                                                                                                                                                                           

مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: بےشکه هغوئي چا چې اووئيل چې زمونږه ربّ اللہ دے بيا په هغې قائم پاتې شو په هغوئي ملائىكے نازليږي چې مه ويريږئ او مه غم كوئ او خوشحاله شئ په هغه جنّت د كوم به چې تاسو ته وعده دركولے شوه.

     په تفسير صِراطُ الْجِنان كښې دي: بے شكه هغه خلق چا چې د الله پاك د ربّ كيدو او د هغه د وَحدانِيَّت اقرار كړے وي او دا ئې وئيلي وي چې زمونږه ربّ صرف الله دے، بيا هغوئي په دې اقرار او د دې په تقاضو باندې ثابت قدمه پاتې شو، په هغوئي باندې د الله پاك له طرفه فرښتے نازليږي او هغوئي ته دا زيرے وركوي چې تاسو په آخرت كښې پيښيدونكو حالاتو نه مه ويريږئ او د اهل و عيال [يعني بال بچو] وغيره نه مو چې څه وروستو پريښودي دي د هغوئي غم مه كوئ او په هغه جَنَّت باندې خوشحاله شئ د كوم چې تاسو سره په دُنيا كښې د الله پاك د رسولانو په مُقَدَّسه ژبه وعده شوي وه. (تفسیر صراط الجنان،پ۲۴،حم السجدہ،تحت الآیۃ:۳۰،۸/۶۳۱)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ! د بيان شوي آيتِ كريمه نه د اِستِقامت د فضيلت او اهميت اندازه كيدے شي، ځكه چې اِستِقامت لرونكو ايماندارو باندې د ربِّ كائنات فرښتے نازليږي، اِستِقامت لرونكے كس د ژوند په هره شُعبه كښې ترقي حاصلوي. اِستِقامت لرونكے كس هيڅ كله نه ناكامه كيږي. اِستِقامت لرونكے كس خپل ګران او خوښ څيزونه د قربانولو باوجود هُم وفادار اوسي. اِستِقامت لرونكے كس د حالاتو په وجه نه په شا كيږي. اِستِقامت لرونكے