Book Name:Isteqamat Kamyabi ka Raaz Hai
كس د تكليفونو په طوفان كښې د ګيريدلو باوجود حوصله نه بيلي. لِـهذا پكار ده چې مونږه حق لاره اختيار كړو او په هغې باندې ثابت قدم اوسو، ځكه چې هُم دا په دواړو جهانو كښې د كاميابئ ذريعه ده. راځئ چې د اِستِقامت فِكر حاصلولو د پاره د دې په فضيلت باندې مُشتمل دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو: چنانچه
(۱) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: ستاسو نه پس به د صبر زمانه راځي څوك چې په هغه زمانه كښې دين پورې مضبوط اونښلي هغه ته به په تاسو كښې د پنځوسو شهيدانو برابر اجر و ثواب حاصليږي. (کنزالعمال،کتاب الفتن والاھواء،باب الفتن والہرج،جز۱۱،۶/۵۳،حدیث:۳۰۸۴۸ )
(۲) د حضرت سُفيان بن عبدُ الله رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې ما د خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې عرض اوكړو چې: ما ته د اسلام يوه داسې جامع خبره اوښائے چې بيا ما ته د بل چا نه د هغې په باره كښې د تپوس كولو ضرورت نه وي. نو حُضُور نبـىِّ كريم رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: قُل ْ آمَـنْـتُ بِـالـلّٰـہِ ثُـــمَّ اسْــتَـقِـمْ يعني اووايه چې ما په الله ايمان راوړو بيا په هغې ثابت قدم اوسه. ( مسلم، کتاب الایمان، باب جامع أوصاف الاسلام،ص۴۶، حدیث:۱۵۹)
اے عاشقانِ رَسُول! ”اِيمان “ او ” اِستِقامت “د يو حقيقت دوه مختلف تعبيرونه دي. ځكه چې اِيمان دعوٰى ده او اِستِقامت په هغې دليل دے. اِىمان د ربِّ كريم د وحدانِيَّت اقرار دے نو اِستِقامت ئې نښه ده. اِيمان د ربِّ كريم د بندګئ نوم دے نو اِستِقامت د هغې حقيقي تعبير دے. اِيمان د مومن بنده شان دے نو اِستِقامت د مومِن