Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

كور كښې د لمَانځه ادا كولو مخصوص ځائے) كښې به ئې د شپې لمُونځ كولو تر دې چې د سحر د لمَانځه وخت به شو. ([1])

    امام حَسَن رَضِیَ الله عَنْه نور فرمائي: والده محترمه رَضِیَ الله عَنْهَا به د مسلمانانو نارينؤ او زنانؤ  د پاره ډيرې دُعاګانې كولې خو د ځان د پاره به ئې څه نه غوښتل. ما عرض اوكړو: خوږې مورې! څه وجه ده چې تاسو د خپل ځان د پاره دُعا نه كوئ؟ اوئې فرمائيل: اَلْجَوَارُ ثُمَّ الدَّار يعني بچيه! اوَّل ګاونډ دے بيا كور دے.([2])

     سُبْحٰنَ الله! اے عاشقانِ رسول! د دې حكايت نه دوه مدني ګلونه معلوم شو: (1) وړومبے دا چې د دې حكايت په رنړا كښې د حضرت فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا د فَقر حالت اوګورئ! * د حضرت فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا كور مبارك په ظاهره ډير ساده وو، * د هغې رَضِیَ الله عَنْهَا په جامو کښې پيوندونه لګيدلي وو، * د جَنَّت د بيبيانو سرداره ده خو ميچنه به ئې پخپله کوله، * د كور كارونه به ئې پخپله كول، * څو څو ورځې به ئې په كور كښې فاقه [يعنې لوږه] وه، د دې باوُجود به هغې رَضِیَ الله عَنْهَا پورا شپه عبادت كولو، ټوله شپه به ئې لمُونځونه ادا كول خو د خپل ځان د پاره به ئې هيڅ نه غوښتل، دا دُعا به ئې نه كوله چې مولٰى! زما د كور لوَږه ختمه كړې، اوچت اوچت محلونه به ئې نه غوښتل، نوي نوي جامې به ئې نه غوښتلې، حالانكه د الله پاك په بارګاه كښې د هغې رَضِیَ الله عَنْهَا د مقبوليت عالَم دا وو چې كه هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا صرف په زړه كښې خواهش کړے وے نو الله پاك به د خواهش نه زيات ورعطا كړے وے، خو هغې رَضِیَ الله عَنْهَا به د ځان د پاره نه


 

 



[1]...مدارج النبوة، قسم پنجم، ذكر اولاد كرام،سیدہ فاطمہ الزہرا ،2/461۔

[2]...مدارج النبوة، قسم پنجم، ذكر اولاد كرام،سیدہ فاطمہ الزہرا ،2/461۔