Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

غوښتل... ولے؟ ځكه چې د هغې رَضِیَ الله عَنْهَا طبيعت دا وو چې ”الله پاك به په څه حال ساتله، په هغې به خوشحاله وه.“

        دا ده هغه رُتبه، چې په حقيقت كښې ورته فَقر وائي.

(2) بيا په دې حكايت كښې دويم مدني ګل دا هم دے، چې اوګورئ! حضرت فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا به د خپل ځان د پاره هيڅ نه غوښتل، د دې مطلب دا نه دے چې ګنې د الله پاك نه به ئې سوال نه کولو، داسې نه ده، دُعا غوښتل خو عبادت دے، دُعا به ئې ضرور کوله خو د ځان د پاره نه بلكه د مسلمانانو د پاره، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دردمند اُمَّت د پاره به ئې دُعاګانې کولې.  سُبْحٰنَ اللّٰہ!

وہ ہمارے نبی، اُن کے ہم اُمَّتی                      اُمَّتی تیری قسمت پہ لاکھوں سلام

تیرے حق میں دُعا، کرتی ہیں فاطمہ                     اُمَّتی تیری قسمت پہ لاکھوں سلام

      بعضې وخت غريب سړے ډير ارمان کوي چې: كاش! الله پاك ما ته هم ډير مال راكړے وے نو ما به هم د غريبانو، ضروتمندو مدد كولے او نيكئ به مې ګټلے، د داسې خلقو د پاره په دې حكايت كښې پوره درس دے. د الله پاك ارشاد دے:

وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَۙ(۳)  (پارہ1،سورۃالبقرۃ:3)

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: زمونږ د وركړي شوي رزق نه زمونږ په لاره كښې وركوي.

     په دې كښې لفظِ ”رِزق“ استعمال شوے دے،علمائے كرامو دې لفظ ته عامه معنٰی ورکړي دي، يعنې رِزق صرف مال ته نه وائي بلكه د الله پاك وركړے شوے هر نِعمَت رزق دے او د الله پاك وركړے شوے هر نِعمَت د الله په لار كښې خرچ كول صدقه ده. مثلاً * الله پاك لاس راكړي دي،* په لاسو د لارې نه تكليف ورکوونکے څيز لرې كول صدقه ده،* الله پاك ښپې راكړي دي، * د دې په ذريعه د مسلمانانو د مدد د پاره