Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

تلل صدقه ده، * الله پاك شونډې راكړي دي، د موقعے په مناسَبَت مسلمانانو ته مُسكي كيدل صدقه ده، * الله پاك علم راكړے دے، نورو ته علم زده كول صدقه ده، * الله پاك هُنر راكړے دے، نورو ته هُنر زده كول صدقه ده، * كوم نِعمَت چې الله پاك مونږ ته راكړے دے، هغه نِعمَت د الله پاك په لاره كښې، د مسلمانانو د خير ښيګړې د پاره خرچ كول صدقه ده.

    او يو اهم خاص څيز كوم چې د سَيِّدَه فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا په كردار مبارك کښې شامل وو هغه دا چې که مونږه نور څه نه شو كولے نو كم از كم مسلمانانو د پاره دُعا خو كولے شو، دا هم ښيګړه ده او د دې به هم اِنْ شَآءَ اللّٰہ! ثواب ميلاويږي. مونږه عام طور په دُعا كولو كښې سُستي كوو، حالانكه په دُعا غوښتلو څه روپئ خو نه خرچ كيږي، د دې باوُجود مونږه د نورو د پاره څه چې د خپل ځان د پاره هم ډيره كمه دُعا غواړو، كه مونږه د خپل ځان د پاره هم دُعا اوكړو او ورسره ورسره نور هم په خپلو دُعاګونو كښې ياد ساتو نو د دې به چې كوم اجر و ثواب مونږ ته ميلاؤيږي، مونږه د هغې اندازه نه شو لګولے. زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: څوک چې د مسلمانانو نارينؤ او زنانؤ د پاره د بخښنې دُعا اوكړي، الله پاك به هغه ته د هر مسلمان نارينه او زنانه [د شمير] په بدل كښې يوه نيكي عطا كړي.([1])

    اے عاشقانِ رسول! اندازه اوكړئ! د حضرت آدم عَلَيْهِ  السَّلام نه واخله تر اوسه پورې په كربونو مسلمانان دُنيا ته راغلي دي، صرف دومره كول دي: اَللّٰہُمَّ اغْفِرْ لِیْ وَ لِکُلِّ مُؤْمِنٍ وَ مُؤْمِنَۃٍ (يا الله! زما او ټولو مسلمانانو نارينؤ زنانؤ بخښنه اوكړې) د دې په بركت به اِنْ شَآءَ


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:513، حدیث:8419۔