Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

اللّٰہ! په اربونو نيكئ په لاس راشي.

     الله پاك دِ مونږ ټولو ته په كثرت سره د دُعا كولو توفيق را عطا كړې، رَمَضَانُ المُبارَك  خو هسې هم اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د دُعا ګانو غوښتلو مياشت ده، په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د روژه ماتي په وخت دُعاګانې قبليږي، د پيشمني په وخت کښې دُعاګانې قبليږي، مونږ له پكار دي چې په كثرت سره دُعاګانې اوكړو. الله پاك دِ توفيق راعطا كړې. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

    راځئ چې د سَيِّدَه فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا د فَقر، سخاوت او خير ښيګړې يو بل حكايت واورو: په تفسير خزائنُ العرفان كښې دي: يو ځل حَسَنَينِ كَرِيمَين رَضِیَ الله عَنْهُما بيمار شو نو حضرت علي، فاطمه او د هغوئي وينزې فِضَّه رَضِیَ الله عَنْهُم درې واړو حضراتو نذر اومنلو [يعني منښته ئې اوکړه] چې که الله پاك حَسَنَينِ كَرِيمَين رَضِیَ الله عَنْهُما ته شِفا ورکړه نو مونږ درې واړه به درې درې روژے نيسو، الله پاك حَسَنَينِ كَرِيمَين رَضِیَ الله عَنْهُما ته شِفا عطا كړه، نو حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰى، حضرت فاطِمَةُ الزَّهراء او د هغوئي وينزې فِضَّه رَضِیَ الله عَنْهُم د نذر پورا كولو د پاره روژه اونيوله، حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰى رَضِیَ الله عَنْه لږې شان وربشې راوړې چې ډوډئ ترينه پخې كړي او روژه پرې ماته كړي، حضرت  فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا په اوَّله ورځ ډوډئ پخې كړې، ډوډئ ئې د روژه ماتي د پاره ايښودي وے، او د لمَر پريوتلو انتظار ئې کولو چې په دې كښې دروازه اوډبيده او يو مسكين غږ اوكړو: اے ساداتِ كرام! زه مِسكين يم! اوږے يم، دې حضراتو رَضِیَ الله عَنْهُم هغه موجوده ډوډئ مسكين ته وركړه او پخپله ئې په اوبو روژه ماته كړه، په دويمه ورځ ئې روژه اونيوله، ماښام شو، ډوډئ تياره شوه، دسترخوان اولګيدو، د لمَر پريوتلو انتظار وو چې دروازه اوډبيده، غږ اوشو: زه يتيم يم! اوږے يم، دې حضراتو هغه موجوده ډوډئ يتيم ته