Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

وركړه او پخپله ئې بيا په اوبو روژه ماته كړه، په دريمه ورځ ئې روژه اونيوله، ماښام شو، ډوډئ تياره شوه، دسترخوان اولګيدو، د لمَر پريوتلو انتظار وو چې بيا دروازه اوډبيده، غږ اوشو: زه قيدي يم! اوږے يم. په دريمه ورځ هم دې مباركو هستيانو ټولې ډوډئ هغه سوالګر ته وركړې او پخپله ئې په اوبو روژه ماته كړه. ([1]) [او هيڅ ئې اونه خوړل او درې واړه روژے ئې صرف په اوبو ماتې کړې]

     سُبْحٰنَ الله! آلِ رسول رَضِیَ الله عَنْهُم درې روژے اونيولې او درې واړه روژے ئې په اوبو ماتې كړې، د الله پاك د هغوئي دا عادت ډير خوښ شو او د سيپاره 29، سورۀ دَهر آيت نمبر 8 او9 ئې نازل كړو:

وَ یُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰى حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّ یَتِیْمًا وَّ اَسِیْرًا(۸) اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّ لَا شُكُوْرًا(۹)

(پارہ29،سورۃالدھر:8-9)

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او په خلقو طعام خوري د هغه [يعني الله په] محبت کښې، په مسكين او يتيم او قيدي باندې، او هغوئي ته وائي: مونږه تاسو ته خالص د الله د پاره طعام دركوو، ستاسو نه څه بدله يا شكرګزاري نه غواړو.

بھوکے رہتے تھے خود،اَوروں کوکھلا دیتے تھے

کیسے صابر تھے محمد کے گھرانے والے

     اے عاشقانِ رسول! رَمَضَانُ المُبارَك څنګه تيرول پكار دي؟ دا سُوال  كيدے شي چې هر كال د رَمَضَان د مياشت ليدلو سره زمونږ په ذِهن كښې پيدا کيږي، د سَيِّدَه كائنات رَضِیَ الله عَنْهَا د كور مبارك سبق آموز حكايت د دې سوال څومره ښكلے جواب وركړے دے چې رَمَضَانُ المُبارَك د صبر مياشت ده نو په صبر كولو  تيرول پکار دي.


 

 



[1]...خزائن العرفان، پارہ29، الدھر، تحت الآیۃ:8-9، صفحہ:1073۔