Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

ضرور اوكړئ [محترمو اسلامي ورونړو د بزرګانو د ايصالِ ثواب د پاره خيرات نه مُراد صرف غټ خيرات نه دے بلکه که د خپل کور د کسانو د پاره لږ څه راوړئ او د ايصالِ ثواب په نيت ئې پاخه کړئ، فاتحه پرې اولوَلئ او پخپله ئې اوخورئ نو هُم خيرات اوشو] ، * د سيده فاطمه رَضِیَ الله عَنْهَا د سِيرت لوستلو د پاره د مكتبةُ المَدينه جاري شوے كتاب”شانِ خاتونِ جنت“ اولولئ، او نورو ته هُم د دې ترغيب وركړئ، * اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په رَمَضَانُ المُبارَك كښې شيخِ طريقت، اميرِ اهلسُنَّت هره ورځ دوه مدني مذاكرے (يعنې د عاشقانِ رسول د سوالونو جوابونه ارشاد) فرمائي، يوه مدني مذاكره د مازديګر د لمَانځه نه پس او بله مدني مذاكره د تراوىح نه پس وي. په دريم رَمَضَانُ المُبارَك به هم اِنْ شَــآءالـلّٰـه د مدني مذاكرے سلسله وي، په دې كښې لازمي شريك شئ، الله پاك دِ مونږ ته د علم و عمل توفيق را عطا كړې او د سيده فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا د فيض او برکتونو نه دِ مونږه مالا مال كړې. آمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلّی اللہُ عَلَیْہِ وَآلِہٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

   خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِى فَقَدْ اَحَبَّنِى وَمَنْ اَحَبَّنِى كَانَ مَعِى فِى الْجنَّة ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا


 

 



[1] ابنِ  عساكر  ج9 ص 343