Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
” اِسْتِعَاذَہ (د الله پاك پناه غوښتل)“سُنَّت دي
فرمانِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: څوک چې په ورځ كښې لس ځله د شيطان مَردُود نه د الله پاک پناه غواړي، الله پاك هغه سره يوه فرښته مقرره كړي چې هغه د هغه بنده نه شيطان لرې کړي. ([1])
اے عاشقانِ رسول! اِسْتِعَاذَہ يعنې د الله پاك پناه غوښتل“سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي. زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شيطان مردود نه علاوه نورو ډيرو آفتونو نه هُم د الله پاك پناه غوښتله. مثلاً * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د بُخل (يعني کنجُوسئ، شوم والي) نه د الله پاك پناه غوښتله، * د بُزدلئ نه به ئې د الله پاك پناه غوښتله ، * د سُستئ نه به ئې د الله پاك پناه غوښتله، * داسې بوډا والي نه چې انسان لاچاره كوي د هغې نه به ئې د الله پاك پناه غوښتله، او * د عذابِ قبر او د دَجَّال د فِتنے نه به ئې هُم د الله پاك پناه غوښتله،. ([2])
اے عاشقانِ رسول! زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو بيشكه د الله پاك محبوب دے، يقيناً الله پاك د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د حفاظت وعده فرمائيلي ده، يقيناً د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مختلفو آفتونو نه پناه غوښتل د اُمَّت د تعليم د پاره وو، مونږ له پكار دي چې د شيطان مردود نه، د ګناهونو نه او د هر څيز د شر نه د الله پاک پناه اوغواړو. څوك چې د الله پاك پناه غواړي، الله پاك هغه ته پناه عطا كوي. څنګه چې