Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat

     د ګرمئ په روژو مونږه د ډير وخته پورې عملي طور صبر كوو او بنده چې ترڅو پورې صبر كوي، د آيتِ كريمه مطابق تر هغه وخته پورې بنده ته د الله مدد نصيب كىږي، * د ګرمئ د روژو يوه فائده دا ده چې په ګرمئ كښې د لوږې تندې احساس زيات شي، او چې د لوږې تندې احساس زيات شي، نو بنده ته به د غريبانو د غريبئ او لوږې احساس هُم کيږي، چې د لوږې تندې احساس زيات شي نو د بدن زكاة به هُم زيات اوځي، او د لوږې تندې احساس چې زيات شي نو سركش نفس به هُم په قابو كښې راشي، او نفس چې څومره په قابو كښې وي، عقل هغه همره بيدار وي، په زړه كښې هغه همره نورانيت زيات شي، او په هغه حساب د زړه تورالے لرې شي، څومره چې په زړه كښې نورانيت زياتيږي، هم هغه همره الله پاك طرف ته رجوع زياتيږي، په عبادت كښې رغبت زيات نصيب کيږي، د ګناهونو نه نفرت، تقوٰى او پرهيزګاري به هُم په هغه حساب نصيب کيږي. حضرت بايَزِيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل د الله پاك په بارګاه كښې عرض اوكړو: مولٰى! زه ستا قُرب [يعني نزديکت] څنګه حاصلولے شم؟ د غيب نه غږ اوشو: اُتْرُکْ نَفْسَکَ فَتَعَالِ خپل نفس پريږده او راځه!  

     اے عاشقانِ رَمَضان! معلومه شوه چې بنده خپل نفس څومره زيات په قابو کښې ساتي، هغه همره زيات به ورته قُربِ اِلٰهي نصيب کيږي او د ګرمئ په روژو كښې د ډىر ساعته پورې نفس قابو كول او د خوراك څښاك او خواهشاتو نه حصارول وي، د الله پاك د رحمت نه اُميد دے چې د ګرمئ روژے نيولو سره به د الله پاك زيات قُرب نصيب کيږي.

     لِهٰذا د ګرمئ روژے هم په شوق نيسئ، او د دې په فائدو نظر ساتئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! مشقت برداشت كول به آسان شي، د دې سره سره د شیخِ طریقت، امیر اهلسنت حضرت علامه مولانا محمد الیاس عطّار قادِری رضوي ضیائي دَامَتْ  بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَہ رساله