Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat
”گرمی سے حفاظت کے مدنی پھول“ اولولئ! په دې كښې د ګرمئ د روژو په آسانئ سره د نيولو طريقے او روحاني وظيفے ليك دي. اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! آسانه به شي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته تقویٰ او پرهيزګارئ سره د روژو نيولو او د ډيرو ډيرو عبادتونو كولو سره د رَمَضَانُ الْمُبَارَك تيرولو توفيق را عطا كړې.
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم
پئے حسین و حَسن، فاطمہ، علی حیدر ہمارے بگڑے ہوئے کام دے بنا یارَبّ!
ہماری بگڑی ہوئی عادتیں نکل جائیں ملے گُنَاہوں کے امراض سے شِفَا یارَبّ!
ترجمه: يا الله په بركت د حُسين و حسن، فاطمه او علي حيدر ، زمونږه وران كارونه سم كړې! زمونږه بد عادتونه ختم کړې، مونږ ته د ګناهونو د مرضونو نه شِفا راکړې!
د سَيِّدَه فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا مختصر تعارُف
اے عاشقانِ رمضان! په بيان شوي حكايت غور اوكړئ! د حضرت فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا څنګه اوچت شان دے چې فرښتے به د هغوئي د خدمت د پاره حاضريدلې.
وہ خاتونِ جَنّت معصوم حُوریں باندیاں جن کی
مَلَک جَنّت سے آکر پیستے تھے چکیاں جن کی
د شعر مفهوم: هغه خاتونِ جَنَّت چې معصومې حُورې ئې وينزې دي، او فرښتے به د جَنَّت نه د هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا د دانو ميده كولو لپاره راتللې.
حضرت سَيِّدَه فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه كشره او نازَولي شهزادګئ ده، د يو قول مطابق هغوئي د اعلانِ نُبُوَّت په وړومبي كال په مكه مكرمه كښې پيدا شوي وه، چې كله د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمر مبارك يو څلويښت كاله وو، او د يو قول مطابق د هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا پيدائش د اعلانِ نبوت