Book Name:Faizan e Sayeda Khaton e Jannat
نه پينځه كاله مخكښې شوے وو. ([1]) د هغې نوم الله پاك ”فاطمه“ كيښودو. په حديثِ پاك كښې دي: بيشكه الله پاك زما د لور نوم فاطمه كيښودو ځكه چې الله پاك هغه د دوزخ نه لرې جُدا كړي ده. ([2]) او يو بل حديث شريف كښې دي: د دې نوم فاطمه كيښودے شو ځكه چې الله پاك دا او د دې سره عقيدت ساتونكي د دوزخ نه آزاد كړي دي. ([3])
جو جانا خُلد میں ہو پائے زہرہ سے لِپٹ جاؤ
جسے کہتے ہیں جنت، مُلک ہے خاتونِ جنت کا([4])
مفهوم: چې څوك جنت ته تلل غواړئ نو د فاطمه قدم اونيسئ [يعني د هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا اِتِّباع اوکړئ]، وائي چې جَنَّت د خاتونِ جَنَّت مُلك دے.
”بَتُول“او”زَهراء“ د سيده فاطمه مشهور القابونه دي، مشهور مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ولې چې فاطمه رَضِیَ الله عَنْهَا په دُنيا كښې د اوسيدلو باوجود د دُنيا نه جدا وه، لِهٰذا ”بَتُول“ لقب ئې شو. ([5]) په يو بل مقام كښې مفـتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: هغه رَضِیَ الله عَنْهَا د جنت غوټـئ وه تر دې چې په هغې رَضِیَ الله عَنْهَا داسې كيفيت کله هُم نه دے راغلے كوم چې په عامو زنانؤ راځي او د هغې رَضِیَ الله عَنْهَا د بدن نه به د جَنَّت خوشبو راتلله كومه به چې حُضُورِ اقدس صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بوئيوله، په دې وجه د هغې رَضِیَ الله عَنْهَا لقب ”زَهراء“ شو يعنې د جنت غوټـئ. ([6])
د سَيِّدَه فاطِمَةُ الزَّهراء رَضِیَ الله عَنْهَا فضائل د آسمان د ستورو په شان بيشميره دي. په