Quran Kay Huqooq

Book Name:Quran Kay Huqooq

      د دې آيت په اوريدلو د حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حال داسې شو لكه زړه ئې چې په غشي لګيدلے وي، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيتِ كريمه په اوريدلو ډير زيات اوژړل او د الله پاك په بارګاه كښې ئې عرض اوكړو:اے ربه! اوس ستا په لاره د تللو وخت راغے. ([1])

     حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې يو آيت ته سر ټىټ كړو، د دې تقاضے ئې پورا كړې، توبه ئې اوكړه، د څومره خلقو مال ئې چې لوټ كړے وو، ټولو ته ئې بيرته وركړو، علمِ دين ئې زده كړو، په عبادت و رياضت كښې مشغول شو، بيا الله پاك هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته داسې مقام و مرتبه عطا كړه چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل په مِنٰى شريف كښې په يو غر موجود وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: كه يو وَلِـىُّ الله دې غر ته حكم اوكړي چې اے غره اوګږد شه نو دا غر به فوراً اوګږد شي. د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې وينا سره غر فوراً په اُوګږديدو شو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اے غره! اودريږه ...! ما تا ته حكم نه دے كړے. نو غر فوراً بيرته اُودريدو. ([2])

چاہیں تو اشاروں سے اپنے کایا ہی پلٹ دیں دنیا کی

یہ شان ہے اُن کے غلاموں کی، سرکار کا عالم کیا ہو گا

                     اے عاشقانِ رسول! تاسو اوليدل چې په شروع كښې حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف په يو آيت عمل اوکړو، بيا ئې د قرآن و حديث په نورو تعليماتو عمل اوكړو نو الله پاك ورله څومره اوچته مرتبه وركړه. الله پاك دِ مونږ له په قرآنِ مجيد باندې د عمل کولو توفيق راکړي. 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...تذکرۃ الاولیاء ، صفحہ : 61۔

[2]...جامع کرامات اولیاء ، صفحہ : 664۔