Quran Kay Huqooq

Book Name:Quran Kay Huqooq

     علامه قُرطبـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوك چې قرآنِ مجيد زده كړي خو د دې نه غفلت کوي، قرآنِ مجيد به د هغه خلاف دليل جوړ شي او د دې نه زيات به د هغه بنده خلاف دليل شي څوک چې د قرآنِ مجيد په حق كښې كمے اوکړي او د دې نه جاهِل پاتې شي. ([1])

     اے عاشقانِ رسول! قرآنِ مجيد زده كول هم لازمي دي ، كه قرآنِ مجيد زده نكړو، ځان به پرې پوهه نه کړو نو عمل به پرې څنګه اوكړو او نورو ته به ئې څنګه اورَسَوو؟

     قرآنِ مجيد څنګه زده کړو؟ په دې ځان څنګه پوهه کړو؟ د دې تعليمات څنګه عام کړو؟ د دې ټولو سوالونو صرف يو جواب دے: [او هغه دا چي] د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! دعوتِ اسلامي مونږ ته قرآن لوستل هم زده كوي، او په قرآنِ مجيد باندې د پوهه کيدلو ذرائع هم راكوي، او ورسره ورسره په دې باندې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو موقعې هم راكوي.

     مثال په طور تاسو په قرآنِ مجيد باندې ځان پوهه كول غواړئ نو *د دعوتِ اسلامي تحت په ملك او بيرونِ مُلک كښې د زرو نه زيات جامِعَاتُ الْمدِينه دي تاسو په يوه نِزدې جامِعَةُ الْمدِينه كښې داخله واخلئ. د رَمَضَانُ المُبَارَك نه پس به اِنْ شآءَ الله! د درسِ نظامي كلاسونه شروع كىږي، جامِعَاتُ الْمدِينه کښې داخلے جاري دي، هِمَّت اوكړئ، په جامِعَةُ الْمدِينه كښې داخله واخلئ، درسِ نظامي يعنې عالِم كورس اوكړئ، اِنْ شآءَ الله! په قرآنِ مجيد به پوهه شئ، د دې سره سره به د بُخاري شريف، مُسلِم شريف، فتاوٰى شامي، اِحياءُ العلوم، فتاوٰى رضويه شريف وغيره عِلمِ دين غټ غټ كتابونه لوستلو والا جوړ شئ او نورو ته به هم زده كولو والا جوړ شئ. * درسِ نظامي


 

 



[1]...تفسیر قرطبی ، جلد : 1 ، صفحہ : 19۔