Quran Kay Huqooq

Book Name:Quran Kay Huqooq

يعنې عالِم كورس شپږ كاله كورس دے، كه تاسو دومره وخت نه شئ وركولے، مصروفيات مو وي، د كور مسائل مو وي نو پريشانه كيږئ مه، آن لائن جامِعَةُ الْمدِينه كښې داخله واخلئ، په كور كښې درسِ نِظامي اوكړئ، * كه دا هم مشكل وي نو د قرآنِ مجيد ترجمه و تفسير كورس كښې داخله واخلئ، * که دا هم نه شئ كولے نو د دعوتِ اسلامي اشاعتي ادارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه ترجمے والا قرآن كنزُالايمان مع خزائنُ العرفان، كنزُالعرفان، صراطُ الجِنان او معرفةُ القرآن واخلئ او په آسانه اردو كښې په كور كښې ناست قرآنِ مجيد د ترجمے او تفسير سره اولولئ او بركتونه حاصل كړئ، * كه تاسو كتابونه اخستلو دپاره روپـئ خرچ كول نه غواړئ نو په خپل موبائل كښې

Al Quran With Tafseer [القُرآن وِد تفسير] نامې ايپلي كيشن ډاؤن لوډ كړئ، په دې ايپلي کيشن کښې د قرآنِ مجيد تلاوت كوئ، ترجمه، تفسير پکښې اولولئ، ځان پرې پوهه كوئ، په کوم ځائے چې نه پوهيږئ نو مدني علماء، عاشقانِ رسول مُفتيانِ كرام اَلْحَمْدُ لِلّٰه موجود دي، د هغوئي نه تپوس اوكړئ. * كه موبائل نه لرئ، ايپلي كيشن نه شئ ډاؤن لوډ كولے نو بيا هم مه پريشانه كيږئ، بس هره ورځ صرف 15، 20 منټ وركړئ! هغه داسې چې اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دعوتِ اسلامي  عاشقانِ رسول مُبَلِّغِين د سحر د لمَانځه نه پس د ”ترجمه و تفسير حلقه“ لګوي، په هغې كښې هره ورځ درې آيتونه د ترجمه و تفسير سره لوستلے كىږي، هره ورځ درې آيتونه يعنې په يو كال كښې (1095) پينځه کم يَوولس سوه آيتونه، يعنې که هره ورځ 15، 20 منټ كوشش اوكړئ او ”ترجمه و تفسير حلقه“ كښې شركت كوئ نو په دوه نيم، درې كاله كښې پوره قرآنِ مجيد په اوريدلو اوريدلو زده کولے شئ.

     بيا مو چې څه زده كړي دي هغه نورو ته څنګه رَسَوَل دي، د دې آسانه طريقه دا ده چې د عاشقانِ رسول سره په مدني قافِلو كښې سفر اوكړئ! اِنْ شآءَ الله! د قرآنِ مجيد