Quran Kay Huqooq

Book Name:Quran Kay Huqooq

ده چې مونږه عملي طور د ژوند په هره شُعبه كښې، د ژوند په هره هره مسئله كښې د قرآنِ كريم نه هدايت او رهنمائي حاصله كړو، دا څنګه انصاف دے چې مونږه قرآنِ كريم ”كتابِ هدايت“ منو خو په کڅوړه کښې مو انغښتے وي او په المَارئ کښې مو ساتلے وي او هيڅ رهنمائي ترينه نه اخلو او * د تجارت اُصول د قرآن د دُښمنانو نه زده كوو، * د عدالت اُصول د قرآن د دُښمنانو نه زده كوو، * خپلو ماشومانو ته غټې غټې فلسفے زده كوو خو د قرآنِ مجيد تعليم نه وركوو، *  او د خپل ژوند د مسائلو حل د كافرانو په غټو غټو كتابونو كښې لټوو!!! افسوس! لږ سوچ خو اوکړئ څوک چې د سرو، سپينو زرو او ملغلرو نه ډكه خزانه لري، آيا هغه خيرات غوښتلو د پاره چرته د بل چا دروازے ته ځي؟

آں کِتَابِ زِندہ قرآنِ حکیم                                                                                                                 حکمتِ اُو لایَزَال اَسْت وَ قَدِیم

      د يو فارسي شعر ترجمه ده چې: قرآنِ كريم ژوندے او هميشه پاتې كيدونكےكتاب دے، په دې كښې بيان شوي تعليمات تر قيامته پورې د ټولو مسائلو حل كولو د پاره كافي هم دي او بهتر هم دي.

 په مونږ باندې د الله پاك دا احسان دے چې هغه مونږ ته داسې لازوال كتاب عطا كړے دے چې په دې كښې د قيامته پورې د هرې مسئلے حل موجود دے، په دې باندې به زمونږه اِيمان هله كامل  شي چې كله مونږه قرآنِ كريم عملي طور د خپل ځان د پاره د هدايت كتاب اوګرځوُو. صحابـئ رسول، حضرت عبدُالله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: اِنَّ الْقُرْآنَ شَافِعٌ وَمُشَفَّع بيشكه قرآنِ مجيد شفاعت كوونكے دے او د دې شفاعت به قبول کړے شى فَمَنْ جَعَلَہٗ اَمَامَہٗ قَادَّہٗ اِلَی الْجَنَّۃِ  څوك چې دا [قرآنِ كريم] خپل