Quran Kay Huqooq

Book Name:Quran Kay Huqooq

      وليد چې كله دا آيت اولوستلو نو د اقتدار په نشته كښې راغلو او هغه بد انجامه په غرور او تكبر کښې مَعَاذَ الله قرآنِ كريم شهيد كړو او د هغې بے ادبي ئې اوكړه او اوئې وئيل: آيا ته سركشه او ضِدي ته وَعِيد اوروے؟ آؤ! زه يم سركشه او ضدي، [او قرآن شريف ته ئې اُووئيل] چې كله ته په ورځ د قيامت الله پاك ته مخامخ شې نو ورته اووايه چې زما سره وليد دا سلوك كړے وو.

     د تاريخ په صفحو كښې ليك دي چې د دې واقعے نه لږې ورځې پس د هغه د تره ځوئ د هغه خلاف بغاوت اوكړو او اعلان ئې اوكړو چې څوك د وليد سر كټ كړي او ما له ئې راوړي زه به هغه له يو لاك درهمه (يعنې د سپينو زرو روپئ) په اِنعام كښې وركړم. د وليد بِن يزيد سر کټ کړے شو او د هغه د تره ځوئ ته پيش كړے شو هغه، هغه سر اول په محل كښې زوړند كړو او بيا ئې په چوك كښې زوړند كړو. ([1])

ملے خاک میں اَہْلِ شاں کیسے کیسے                مکیں ہو گئے لامکاں کیسے کیسے

ہوئے نامور بےنشاں کیسے کیسے               زمیں کھا گئی نوجواں کیسے کیسے

جگہ جی لگانے کی دُنیا نہیں ہے                  یہ عبرت کی جا ہے، تماشا نہیں ہے

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا دے د هغه خلقو انجام كوم چې قرآنِ مجيد خپل پيشوا نه مني او مَعَاذَ الله! او د دې په آيتونو پورې ټوقې كوي. د مسلمان په طور زمونږ د اِيمان تقاضا ده چې مونږه په هره مُعامَله كښې  قرآنِ كريم خپل پيشوا اومنو او د هغې نه نورِ هدايت حاصل كړو. الله پاك دِ مونږ ټولو ته توفيق را عطا كړې.     اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]...حَیَاۃُ الحیوان ، جلد : 1 ، صفحہ : 108ملتقطًا۔