Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

     دلته دا مجذوب صاحب لاړو، هلته د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ځوئ مصطفٰى رضا خان چې د هغوئي عمر هغه وخت شپږ كاله وو، په چهت ولاړ وو، ناڅاپه د چهت نه را اولويدلو، د دې حال په ليدلو د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مور محترمه اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته غږ اوكړو، اوئې فرمائيل: تاسو اوس د يو مجذوب سره نښتي وئ او هغه كيدے شي په غُصَّه كښې لاړو، اوګوره مصطفٰى رضا د چهت نه را اولويدلو، د مجذوب سره  نښتل نه دي پكار.

     د مور محترمې دا خبره ئې چې واوريدله نو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير په ادب اووئيل: مصطفٰى رضا خان د چهت نه را اولويدلو خو خوګ شوے به نه وي، چې اوكتل شو نو واقعي هغوئي صحيح سلامته وو او خندل ئې . اوس سيدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مُجَدِّدَانه جلال سره اوفرمائيل:كه الله پاك داسې زر مصطفٰى رضا خان را عطا كړي نو قسم په خدائ! دا ټول په شريعت باندې قربانولے شم خو په شريعت باندې به يو حرف را نولم. [يعنې څوك چې په شريعت اعتراض كوي د هغه جواب به خامخا كووم، خاموشه به نه پاتي كيږم].

کروں  تیرے  نام  پہ  جاں   فِدا،  نہ  بس   ایک   جاں  دو جہاں  فِدا

دو جہاں  سے  بھی  نہیں  جِی  بھرا،  کروں  کیا  کروڑوں  جہاں  نہیں

     بيا اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اصل حقيقت نه پرده اوچته كړه، اوئې فرمائيل: مجذوب خو زما خوا ته د اصلاح د پاره تشريف راوړي او دا كار فقير [احمد رضا خان] ته سپارلے شوے دے، دې مجذوب بُزُرګ د زمكې سيل كړے وو، اوس د اسمانونو په