Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

سيل تللو، هغه ته د نظر ضرورت وو چې د هغې په وجه د حُضُور پُرنُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اختيارات په اسمانونو كښې هم اوويني. په دې وجه د فقير خوا ته راغلے وو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! هغه ته هٰغه نظر عطا كړے شو.

   د دې واقعې لا لږ ساعت تير شوے وو چې هغه مجذوب بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا حاضر شو او د خوشحالئ نه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سينے مباركے سره ورجوخت شو او په تندي ئې ښكل كړو، اوئې وئيل: څنګه چې د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بادشاهي په زمكه ده، دغه شان په اسمانونو كښې ده بلكه هر ځائ، په هر څيز باندې د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بادشاهي وينم، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! ستاسو په بركت اوس په اسمانونو كښې هم ما ته د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بادشاهي ښكاري.

جانتے    تھے   تجھے   قُطْب  و  اَبدال   سب                               کرتے  تھے  مجذوب  و سالک  اَدَب

تیری  چو کھٹ  پہ  خَمْ  اَہلِ  دل  کی  جبین                            سیِّدی   مرشِدی   شاہ   اَحمد   رضا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې حكايت كښې چې څنګه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حكومت او اختيارات بيان دے، د دې سره د دې نه دا هم معلومه شوه چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئ وَلِـىُّ الله وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم د لويو لويو اولياؤ په شان يو ځائ ناست وو او په زمكه اسمانونو كښې به ئې سَفَر بِالْقَلْب (يعنې روحاني سيل) نه صرف پخپله كولو بلكه د خپل نظر په فيض سره به ئې نور هم د دې سفر قابل جوړول.