Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

ئې د سفر اراده فرمائيله، په كوم ريل كښې به په سفر كښې د لمَانځه وختونه په اسټيشن نه نصيب كيدل او دا به ممكن نه ووچې په اسټيشن به كوز شو او په جَمعې سره به لمُونځ ادا كړے شو، په هغه ريل كښې به ئې سفر نه كولو بلكه دويم ريل به ئې اختيارولو. يا به داسې كيدل چې په دې ريل كښې به ئې سفر فرمائيلو او په لاره كښې به مقرره اسټيشن كوز شولو، ريل به لاړو، هغوئي به د جَمعې سره لمُونځ ادا كړو او وروسته به بل ريل را روان وو هغې ته به اوختلو مخكښې به ئې سفر كولو.

ہر   عبادت   سے    برتر    عبادت    نماز                       ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نماز

قلبِ  غمگین    کا   سامانِ    فرحت   نماز                       ہے   مریضوں  کو   پیغامِ   صحت   نماز

پیارے آقا کی آنکھوں کی ٹھنڈک ہے یہ             قلبِ   شاہِ   مدینہ   کی   راحت   نماز

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       د دويم حج د سفر په موقع د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تلل ناڅاپه وو، واقعه دا اوشوه چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خاندان بعض كسان حج له روان وو، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي لكهنؤ ته اورسول، بيرته ئې [خپل كور بريلي ته] تشريف راوړو.

     اوس د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان عاشقِ رسول او د مدينې مسافر رُخصت كول، د هغوئي نه بيرته راتلل، دا داسې كيفيت دے چې د د دې اندازه لګول ډير ګران دي.

     اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يوې هفتې پورې په بريلي شريف كښې وو خو [زړه ئې د مدينې په ياد كښې پروت وو]، طبيعت ئې خفه وو، بيا يوه ورځ د مازديګر په وخت ئې زړه ډير خفه شو نو حج ته ئې د تللو اراده  اوكړه.