Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

     دا سفر د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زر وو ځكه چې د دوئي د كور كسان مخكښې روان شوي وو، بمبئ ته رسيدل او د هغوئي سره ميلاويدل وو او بيا په سمندري جاز كښې سفر كول وو، اوس صورتِ حال دا وو چې په كوم ريل ګاډي كښې سفر كول وو، په آګره اسټيشن باندې د ګاډي بدليدو په صورت كښې د لمَانځه وخت ختميدو او لمُونځ قضا كيدو او كه ريل د مخكښې نه بُك شوے وے نو د ګاډي بدليدلو ضرورت به نه وو بلكه د سيكنډ كلاس ډبه د بمبئ ريل ګاډي سره تړل وو او لمُونځ هم ادا كيدے شو، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (په هغه دور كښې) په 235 روپـئ او څه پيسو باندې د سيكنډ كلاس ډبه د مخكښې نه بُك كړه، چې كله ريل ګاډے آګره ته اورسيدلو او هغوئي د جَمعې سره لمُونځ ادا كړو نو د اسټيشن نه ئې د خپل كور كسانو ته خط اوليكلو چې ما د جَمعې سره لمُونځ ادا كړو، زما روپـئ وصول شوې، او مخكښې مُفت روان يم. [يعنې زما روپئ په ځائ اولګيدلې ځكه چې ما ته د جَمعې سره لمُونځ ادا كول نصيب شو]. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به اكثر د خواجه غريبِ نواز معينُ الدين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف ته حاضريدلو د پاره تشريف وړلو، يو ځل هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اجمير شريف تللو د پاره ريل ګاډي ته اوختلو، د سفر په دوران كښې چې ريل ګاډے پهليره اسټيشن ته اورسيدلو نو د ماښام وخت شوے وو، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلو مريدانو


 

 



[1]...حیات اعلیٰ حضرت ، جلد : 1 ، صفحہ : 411-413۔