Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

ته اوفرمائيل: د ماښام لمُونځ جَمعه به په پليټ فارم ادا كوو. څادرې خورې كړے شوے، ټولو اودسونه اوكړل او د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اقتداء كښې د ماښام لمُونځ ادا كول شروع كړه. په دې كښې د ګاډي د روانيدو شپيلے اووهلے شو. د دې باوُجود اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هغه شان خُشوع او خُضُوع سره لمُونځ ادا كولو.

      هلته ډرائيور ريل ګاډے چلول غوښتل خو د ګاډي انجن مخې ته نه تلو، ډرائيور او ګارډ [يعنې محافظ] ټول پريشانه شو چې آخر ريل ولې نه روانيږي، د انجن كتلو د پاره ډرائيور ګاډے شا ته بوتلو نو ګاډے شا طرف ته روان شو يعنې انجن بالكل ټىك وو خو چې كله به ئې دا انجن مخې طرف ته بوتللو نو نه به تلو.

     په دې كښې اسټيشن ماسټر كوم چې انګريز وو او د هغه نوم ”رابرټ“ وو، د ټول صورتِ حال ليدلو د پاره راغے او د محافظ نه ئې تپوس اوكړو: انجن ولے نه روانيږي؟ محافظ اووئيل: په پوهه كښې دا راځي چې دا بُزُرګ كوم چې د لمُونځ جَمعَه وركوي، يو لوئ وَلِـىُّ الله دے، تر څو پورې چې د دوئي لمُونځ نه وي شوے، ګاډے نه روانيږي. د اسټيشن ماسټر په پوهه كښې دا خبره راغله او هغه د لمُونځ ګزارو جَمعې ته نِزدې اودريدلو، په لمَانځه كښې ئې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشغولتيا او خُشوع و خُضُوع اوليدله نو ډير زيات مُتَاَثِّره شو.

     په دې كښې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لمُونځ مكمل كړو او دُعا ئې اوغوښتله. چې كله د دُعا نه فارغه شو نو اسټيشن ماسټر عرض اوكړو: جناب! لږ زر كوئ، دا ګاډے ستاسو د عبادت په سبب نه روانيږي، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اِنْ شآءَ الله!