Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar
د حضرت سَيِّدُنا اُبَـىْ بِن كَعْب رَضِیَ الله عَنْه عرض اوكړو: يَـا رَسُـولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه به (ټول وظائف، اوراد پريږدم او) خپل ټول وخت په دُرُود شريف لوستلو كښې خرچ كووم، نو سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دا به ستا د فِكرونو لرې كولو د پاره كافـي وي او ستا ګناه به مُعاف كړے شي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينې نيت بهترين عبادت دے. ([2])
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې ] كښينم * د علم زده كولو د پاره به پورا بيان اورم * د بيان په دوران كښې به