Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

اوس به روان شي. د دې فرمائيلو سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلو مريدانو سره په ګاډي كښې كښيناستلو نو ګاډے روان شو.

     اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو اجمير شريف ته روان شو خو په اسټيشن ماسټر باندې د دې كرامت جور اثر اوشو او هغه د خپل كور والؤ سره اجمير شريف ته حاضر شو او د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس ئې اسلام قبول كړو مسلمان شو.

     اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه نوم عبدُ القادر كيښودو او هغه ئې په سلسلۀ قادريه كښې داخل كړو، خپل مُريد ئې جوړ كړو.   ([1])

ایمان     پا رہا    ہے   حلاوت    کی    نعمتیں                               اور  کفر  تیرے  نام  سے   لرزاں  ہے آج بھی

بھر دی دلوں میں اُلْفَت و عظمت رسول کی                   جو    مخزنِ     حلاوتِ   ایماں    ہے  آج   بھی

لِلّٰـہ  اپنے   فیض   سے   اب   کام   لیجئے                              فتنوں   کے  سَر  اُٹھانے  کا  امکاں  ہے آج  بھی

وابستگان  کیوں  ہوں  پریشان   اُن  پہ جب                       لطف  و  کرم  کا  آپ  کے  داماں  ہے  آج  بھی

       خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څنګه د لمَانځه عاشق وو، په يو حال كښې به ئې هم لمُونځ او جَمعه نه پريښوده، د سفر په دوران كښې خو جمات ته تلل ګران وو او شرعاً د 92 كلوميټره يا د هغې نه زيات سفر كښې د جَمعې لمُونځ واجب نه دے، د دې باوُجود هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د جَمعې لمُونځ ادا كولو.

     دلته يوه بله خبره ډير د غور ده، هغه دا چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره خلافِ عادت [ يعنې عام حالاتو خلاف] ريل ګاډے نه روانيدل، يقيناً د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه


 

 



[1]...فیضان اعلیٰ حضرت ، صفحہ : 137۔