Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

عَلَّامه مولانا مفتـي محمد فاروق عطاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم د لمَانځه اهتمام كولو، د هغوئي يو دوست وائي چې مفتـي محمد فاروق عطاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير باعمله وو، د اَميرِ اهلِسُنَّت حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   عطاشوي 72 نيك اعمالو عامِل وو، اكثر به په اوداسه كښې اوسيدلو، ما ډير ځله هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اوداسه نه پس په نوافلو (يعنې تَحِيَّةُ الوُضو) ادا كولو ليدلے دے، عام طور به ئې د اذان نه مخكښې اودس كولو او چې څنګه به اذان اوشو نو جمات ته به تللو او په وړومبي صف كښې به ئې لمُونځ ادا كولو، زه د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره تقريباً څلور كاله پاتي شوے ووم خو ما د هغوئي تكبيرِ اولٰى فوت شوے نه دے ليدے. [يعنې چې څنګه به امام تكبيرِ تحريمه اَللهُ اَكبَر وئيلو هغوئي به ورسره هم اَللهُ اكبَر وئيلو دا وړومبې تكبير ترې چرته نه دې پاتي شوے]

     مفتـي محمد فاروق عطاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم د لمَانځه اهتمام فرمائيلو څو ځله كه په ريل ګاډي كښې پنجاب ته تلل وو نو د كراچئ نه حيدرآباد پورې سفر به ئې په بس كښې كولو چې لمُونځ په اسانئ ادا كړي. كه د ريل ګاډي په راتلو كښې به وخت وو نو جمات ته به تللو او د جَمعې ادا كولو كوشش  به ئې كولو. ([1])  

     الله پاك دِ مونږ ټولو ته هم پينځه وخته لمُونځ د تكبيرِ اُولٰى سره په جمات كښې د ادا كولو توفيق راكړې.  اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...مفتیِ دعوت اسلامی ، صفحہ : 53۔