Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

     اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د سفر په دوران كښې په دې حديثِ پاك هم په پابندئ سره عمل كولو، د سفر په دوران كښې به هغوئي  ته څه مشكل پيښ شو نو د الله پاك نه به ئې دُعا غوښتله، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې به ئې اِسْتِغَاثَہ (يعنې د مدد درخواست) هم پيش كوله او د غَوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه به ئې هم مدد غوښتلو او اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د غيب نه به د هغوئي مدد كيدلو.

     راځئ! په دې ضِمن كښې د اِيمان نه ډك يو حكايت اورو: په دويم ځل چې كله اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حج په سفر روان شو، په لاره كښې يو مقام راغې، چې نوم ئې كامران وو، دلته سمندري جاز اودريدلو او يو څو ورځې دلته حصار شو. دلته دا مشكل پيښ شو چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ملګرو په خيټه درد شو، د هغوئي ورور د هغوئي په خدمت كښې عرض اوكړو نو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: لږ حصار شئ! زه خپل حكيم ته اووائيم. د دې وينا سره اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بهَر ځنګل ته راغلو  او په حديثِ پاك كښې ښودلے شوي دُعا ئې اولوستله او ورسره ئې د غَوثِ اعظم شيخ عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې مدد طلب كړو.

     سُبْحٰنَ الله! د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان كامِل مُريد به د خپل پيرِ كامِل شيخ عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  په خدمت كښې فرياد اوكړي او قبول به نه كړے شي دا څنګه كيدے شي، چنانچه اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما بهر ته د راتلو تقريباً لس منټه شوي وو، اوس چې هغه ځائ ته لاړم اومې ليدل، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! ټول داسې