Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

هغوئي په مزار فاتحه لوستلو د پاره ځم، بيا مولانا عرفان علي صاحب عرض اوكړو: د دې كلي په غاړه  يو قبر دے، ځنګلي علاقه ده، يوه كوټه جوړه شوي ده په هغے كښې قبر دے. اوئې فرمائيل: راځئ ځو! بيا اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې ورك مزار ته تشريف راوړو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دغے كوټے ته دننه شو او دروازه ئې بنده كړه تقريباً 45 منټه دننه وو. ډير زيات خلق جمع شوي وو، په سترګو ليدونكي ګواهانو، خصوصاً مولانا عرفان علي صاحب بيانوي چه داسې معلوميدل چې دوه كسان په خپل مينځ كښې خبرے كوي. چې كله اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بهَر ته تشريف راوړلو نو په مخ مبارك ئې جلال وو، رُعب دار آواز كښې اوفرمائيل: بَيسَل پور والو! تاسو تر اوسه پورے په تياره كښې وئ، دا د الله زبردست ولي دے، د غازيانِ اسلام نه دے، سُهُروردي سلسله ئې ده، د انصارو د قبيلے سره ئې تعلق دے، غازي كمال شاه ئې نوم دے. دوئي واده نه وو كړے، په تاسو لازم دي چې د دوئي نه فيض حاصل كړئ او د دوئي مزار شريف ډير ښكلے جوړ كړئ، د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا فرمان وئيل وو چې هغه وخت د خلقو ګنړه شوه او د دې وَلِـىُّ الله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه خلقو فيض موندل شروع كړل، اوس هغه د ځنګل حصه په لږو ورځو كښې ګلزار جوړه شوه. ([1])

     سُبْحٰنَ الله! الله پاك د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژبه مباركه كښې څنګه اثر ايښودے وو ....!!  

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو!  نن مونږه د الله په لاره كښې د رضائے اِلٰهي د


 

 



[1]...تجلیات امام احمد رضا ، صفحہ : 99-100۔