Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

     اےعاشقانِ رسول! خوشبو لګول سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي * بيشكه زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د دُنياوي ظاهري خوشبويانو حاجت نه وو ځكه چې هغوئي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله ډير خوشبوداره وو، د هغوئي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوَله مباركه په شان خوشبو به په دُنيا كښې چرته نه وي، په كومه لاره به چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تيريدلو، هغه لاره به خوشبوداره كيده، د دې باوُجود زمونږ د غلامانو د تعليم د پاره به خوږ آقا صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشبو لګوله او خوشبو به ئې ډيره خوښوله * د نبـي كريم صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې به د خوشبو تحفه پيش شوه نو هغه به ئې نه واپس كوله بلكه فرمائيل به ئې: د خوشبو تُحفه مه رد كوئ! ځكه چې دا د جَنَّت نه وتلي ده. ([1]) * حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره يو خاص قِسمه خوشبو وه كومه چې به خوږ آقا صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم استعمالوله.([2]) * سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ”مشك او عنبر“ خوشبو استعمالوله او”مُشك“ به ئے  د سر مبارك په ويښتو او ګيره مباركه كښے لګولو. ([3])

       الله پاك دِ مونږ ته هم د سُنَّت ادا كولو په نِيَّت د خوشبو استعمالولو توفيق راعطا كړې.

 اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَــلُّـوْا  عَـلَـی   الْـحَبِيْـب!                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...شمائل محمدیہ ، صفحہ : 346 ، حدیث : 221۔

[2]...ابو داؤد ، کتاب : التَّرَجُّل ، صفحہ : 653 ، حدیث : 4162۔

[3]...وَسَائل الوصُول الی شمائل الرَّسُول ، الفصل : الخامس ، صفحہ : 37۔