Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

كلوميټره يا د دې نه زيات سفر اوكړي او كوم ځائ ته چې ځي هلته د 15 ورځو نه كم د حصاريدلو اراده ده نو هغه كس به د ماسپخين، مازديګر او ماسخُتن فرض د څلورو ركعتو په ځائ دوه ركعته ادا كوي او باقي لمُونځ به پورا ادا كوي.

     البته د اوليائے كرام، صوفيائے كرام په نِزد باندې د داسې سيل په سفر تللو څه حَيثِيَّت نشته، د سفر بنيادي آدابونه دي چې كله بنده د خپل كور نه روانيږي نو دا تَصَوُّر دِ اوكړي چې نن زه د دې كور نه په خپلو ښپو روان يم، عنقريب ما ته به كفن واغوستې شي، په كټ كښې به مې اوچت كړي، څلور كسان به مې په اوګه كړي او [مقبرے ته به مې] يوسي، يعنې په دې موقع باندې دِ هم بنده د مرګ تَصَوُّر اوكړي او د سيل د پاره چې كوم سفر كيږي په هغې كښې دا تَصَوُّر كول ډير ګران دي، كه دا تَصَوُّر اوكړي نو د فضولو تللو اراده څنګه كولے شي، هم دغه وجه ده چې اوليائے كرام صرف د عبرت او نصيحت د پاره، د خپل ځان د اصلاح د پاره، د عِلمِ دين زده كولو د پاره او د الله معرفت حاصلولو د پاره سفر كوي او صرف د سيل او خوشحالئ سفر د پاره د يو ښار نه بل ښار ته تلل خو لا لرې خبره ده، دوه قدمه تلل هم نه شي برداشت كولے.

     د حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها مُتَعَلِّق منقول دي چې يو باران اوشو، موسم ډير ښكلے شو، د باران نه پس اودي آسمان صفا شو او په هغې كښې رنګا رنګ قوسِ قزا [يعنې د بوډئ ټال] جوړ شو، حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها هغه وخت په خلوت كښې [يعنې جدا ځائ كښې يواځې] ناسته وه، د الله په ذِكر كښې مصروفه وه، د هغوئي وينزې