Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

د بَهر نه غږ اوكړو: محترمه! بَهر ته راشئ! اوګورئ  څومره ښكلي نظاره ده. حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ورته د دننه ارشاد اوفرمائىل: زما مقصد صَنعَت (يعنې مخلوق) ليدل نه دي، د صانِع (خالق يعنې د جوړوونكي) نظاره كول دي، ته هم خلوت ته راشه او د صانِع مُشاهَدَه اوكړه (يعنې په يواځې ځائ كښې د الله پاك ذِكر اوكړه او خپل زړه د هغه د نور نه روښانه كړه). ([1])

     د څلورمې صدئ هجرئ بُزُرګ حضرت ابو نصر عبدُ الله طُوسِى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل پير صاحب فرمان نقل كوي، فرمائي: د صوفيائے كرامو په آدابو كښې دا خبره شامِل نه ده چې صرف د ګرځيدلو، ښارونو ليدلو او د رزق د لټون د پاره سفر اوكړي، صوفيائے كرام خو د حج د پاره سفر كوي، د اوليائے كرام او علمائے كرام سره ملاقات كولو د پاره سفر كوي، عِلمِ دين زده كولو د پاره سفر كوي، صِلۀ رحمئ (يعنې مور و پلار او خپلو خپلوانو سره ملاقات وغيره) د پاره سفر كوي يا داسې ځائ ته د تللو د پاره سفر كوي چرته چې شرعاً څه فضيلت وي. ([2])

    اے عاشقانِ رسول! په حقيقت كښې هم دا سفر دے د كوم چې په آيتِ كريمه كښې ترغيب بيان شوے دے، د داسې سفر مُتَعَلِّق صوفيائے كرام فرمائي: په زمكه كښې ګرځيدل، د الله د قدرت په نښو كښې غور كول هم د الله پاك د معرفت حاصلولو يوه طريقه ده، بلكه شيخ شهابُ الدِّين سُهُروردي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اكثر داسې


 

 



[1]...تذکرۃ الاولیاء ، ذکر رابعہ بصریہ ، جلد : 1 ، صفحہ : 72۔

[2]...اَللُّمَعُ ، صفحہ : 324۔