Teen Psandida Sifat

Book Name:Teen Psandida Sifat

وَ لَیْسَ الْبِرُّ بِاَنْ تَاْتُوا الْبُیُوْتَ مِنْ ظُهُوْرِهَا وَ لٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقٰىۚ-  (پارہ2 ، سوره بقره : 189)       

[مَفهُوم] ترجمهٴ  کنزُ العِرفان : او دا هيڅ نيكي نه ده چې كورونو ته د شا ديوال مات كړئ او راشئ ، مګر اصل نيك خو پرهيزګاره کس وي.

      په تفسير صِراطُ الْجِنان كښې دي : د جاهليت په زمانه كښې به د خلقو عادت دا وو چې كله به هغوئي د حج د پاره احرام اوتړلو او بيا به ئې کور ته د راتللو څه ضرورت پيښ شو نو د كور په دروازه به نه داخليدل بلكه د كور شاته ديوال به ئې مات كړو او په هغه ځائے به كور ته ننوتل ، او دا كار به ئې نيكي ګنړله ، په دې باندې دا آيت نازل شو او الله پاك اوفرمائيل : دا څه نيكي نه ده چې تاسو كورونو ته د شا له طرفه راځئ ، اصل نيكي خو تقوٰى ده. ([1])

     معلومه شوه چې په اصل كښې نيكو كاره كس تقوٰى والا دے او دا واضحه خبره ده : * په حقيقت كښې په پابندئ سره لمُونځ هغه كس كوي د چا په زړه كښې چې د الله ويره وي ، څومره خلق داسې دي چې فارغه وي نو لمُونځ كوي ګنې مَعاذَالله! لمُونځونه قَضا كوي ، څومره داسې خلق دي چې جمات ته لمَانځه له راځي خو غيبتونه كوي ، چُغلي كوي ، د جمات بے ادبي كوي ، په جمات كښې دنياوي خبرې كوي او بيرته ځان سره د ګناهونو پيټے په سر وړي ، * روژه هم په حقيقت كښې هغه كس نيسي د چا په زړه كښې چې تقوٰى وي ، او ډير روژه دار داسې هُم وي چې په روژه كښې د وخت پاس کولو د پاره په فضولياتو كښې مصروفه وي يعنې د روژے نيولو باوُجود د ګناه كولو نه نه قلاريږي ، * حج په حقيقت كښې هم هغه كس كوي د چا په زړه كښې چې تقوٰى وي ، خو ډير داسې حاجيان وي چې د طواف په دوران كښې هم سيلفيانې


 

 



[1]...صراط الجنان ، پارہ : 1 ، سورۂ بقرہ ، زیرِ آیت : 189 ، جلد : 1 ،  صفحہ : 304۔