Book Name:Teen Psandida Sifat
جوړوي [يعني ځان له ويډيوګانې جوړوي] ، دغه شان صدقه و خيرات ، د غريبانو مدد ، خلقو سره نيك سلوك كول وغيره دا ټول نيك اعمال په حقيقت كښې هغه كس كولے شي د چا په زړه كښې چې تقوٰى وي ، ګنې ډىر خلق داسې دي چې نيكئ كوي او د رياكارئ يا احسان زباتلو په وجه خپل ثواب ضائع كوي. الغرض : معلومه شوه چې په حقيقت كښې نيكوكار هغه دے د چا په زړه كښې چې تقوٰى ده.
حضرت اِبراهيم تيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : زه به د مرګ يادولو د پاره مقبرے ته ډير زيات تلم ، يوه شپه زه په مقبره كښې ووم چې خوب راغے او اوده شوم ، يو خوب مې اوليدو چې : يو برسيره [کولاؤ] قبر دے او يو کس وائي : دا زنځير اونيسه او د ده په خُله كښې ئې داخل كړه او لاندې ئې ترينه اوباسه. په دې خبره هغه مړي اووئيل : يَا الله! آيا ما به قرآن نه لوستلو؟ آيا ما به ستا د حُرمت والا كور [يعنې د خانه كعبے] حج نه كولو؟ بيا دغه شان هغه پرله پسې خپله يوه يوه نيكي ور اُوشميرله ، يو ويوونكي اووئيل : تا به د خلقو په مخكښې دا اعمال كول خو چې كله به ته يواځې شوې نو د نافرمانئ په ذريعه به دِ زما سره اعلانِ جنګ كولو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د تَصَوُّف په مشهور كتاب “ رِسَاله قُشَيْرِيَه “ كښې دي چې حضرت شيخ كَتَّانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د دُنيا تقسيم په ازميښت شوے دے او د آخرت تقسيم په تقوٰى شوے دے.([1]) يعنې په دُنيا كښې عِزَّت ، مرتبه ، مقام ، ترقـي او كاميابي هغه چا ته