Book Name:Teen Psandida Sifat
نصيب كيږي څوك چې زيات محنت كوي او په آخرت كښې به اوچته درجه ، زيات عِزَّت او زيات مقام و مرتبه هغه چا ته نصيب كيږي څوک چې زيات تقوٰى والا وي. په سيپاره12 ، سوره هُود ، آيت : 49 كښې ارشاد دے :
اِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِیْنَ۠(۴۹) (پارہ12 ، سوره هُود : 49)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان : بيشكه ښه انجام د پرهيزګارانو د پاره دے.
په يو بل مقام کښې الله پاك د جَنَّت مُتَعَلِّق ارشاد فرمائي :
اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِیْنَۙ(۱۳۳) (پارہ 4 ، سوره آلِ عِمران : 133)
[مَفهُوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان : هغه د پرهيزګارانو د پاره تيار كړے شوے دے.
سُبْحٰنَ الله! معلومه شوه چې الله پاك جَنَّت د مُتَّقيانو د پاره جوړ كړے دے ، څوك چې زيات مُتَّقـي وي ، هغه ته به په جنَّت كښې زيات درجات نصيب كيږي ، هغه ته به زيات نِعمتونه ميلاويږي.
حُجَّةُ الْاِسْلام ، امام محمد بِن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تقوٰى فوائد بيانوي ، فرمائي : * تقوٰى والا هغه دي چې د هغوئي الله پاك تعريف كوي ، * تقوٰى والؤ ته د الله پاك له طرفه خصوصي تائيد او مدد نصيب كيږي *د تقویٰ والؤ اللہ پاک د هغوئي د دُشمنانو نه حفاظت فرمائي *تقوٰى والؤ ته د هغوئي د تقوٰى په بركت رزقِ حلال نصيب كيږي * د تقوٰى په بركت د اعمالو اِصلاح كيږي * د تقوٰى په بركت ګناهونه مُعاف كيږي * د تقوٰى په بركت نيكئ قبليږي * تقوٰى والا د آخرت د سختو نه محفوظه وي *