Book Name:Teen Psandida Sifat
تقوٰى والا د الله پاك محبوب بندګان دي * تقوٰى والا د الله پاك په بارګاه كښې زيات عِزَّت والا دي* تقوٰى والؤ ته د مرګ په وخت كښې د الله پاك ديدار نصيب كيږي * تقوٰى والؤ ته د مرګ په وخت کښې د عذابِ آخرت نه د خلاصي زيرے نصيب كيږي * تقوٰى والا به د جَهَنَّم نه محفوظه وي * تقوٰى والا به هميشه هميشه په جَنَّت كښې اوسي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
يوه ورځ دويم خليفه ، اَمِيرُ الْمُؤمِنِين حضرت عمرِ فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْه حضرت كعبُ الاحبار رَضِیَ اللهُ عَنْه ته اوفرمائىل : اے كَـعْـب! تقوٰى څه څيز دے؟ حضرت كعبُ الاحبار رَضِیَ اللهُ عَنْه عرض اوكړو : اے اَمِيرُ الْمُؤمِنِين! آيا تاسو په داسې لاره تير شوي ئې په كومه لاره کښې چې د ازغو جاخې وي؟ اَمِيرُ الْمُؤمِنِين حضرت عمرِ فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْه اوفرمائيل : آو ، زه په داسې لاره تير شوے يم. حضرت كعبُ الاحبار رَضِیَ اللهُ عَنْه عرض اوكړو : بيا تاسو په داسې لاره څنګه تيريږئ؟ هغوئي اوفرمائيل : زه ځان د ازغو نه ساتم او خپلې جامې راغونډووم. حضرت كعبُ الاحبار رَضِیَ اللهُ عَنْه عرض اوكړو : ذٰلِکَ التَّقْویٰ اے اَمِيرُ الْمُؤمِنِين! بس هُم دا تقوٰى ده.([2])
مطلب دا دے چې مونږه دې دُنيا ته راغلو ، الله پاك مونږ ته پاك روح ، پاك زړه را عطا كړو ، اوس مونږه د دې دُنيا نه آخرت طرف ته روان يو ، يعني دا دُنيا يوه لاره ده او