Teen Psandida Sifat

Book Name:Teen Psandida Sifat

هفته [د اتوار په شپه د ماسخُتن د لمَانځه نه پس] شيخِ طريقت ، اَمِیرِ اهلسنّت ، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری ، ضىائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   مدني مُذاكره فرمائي ، په دې كښې د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ نه په مختلفو موضوعاتو باندې سوالونه كوي او هغوئي د خپل علم او تجربے په رنړا كښې د هغې جوابونه وركوي او باريكې علمي نُكتے هم بيانوي. يعني “ مدني مُذاكره “ د علم حاصلولو د پاره هفته وار يو كلاس دے او دا كلاس د دورِ حاضر عظيم روحاني و علمي شخصيت ، شيخِ طريقت ، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  پړهاووي ، تاسو په پابندئ سره په مَدَني مُذاكره كښې د شركت كولو عادت جوړ كړئ ، ډائري ، قلم وغيره ځان سره ساتئ ، شيخِ طريقت ، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  چې كوم مدني ګلونه ارشاد فرمائي ، ليكئ ئې او د ځان سره ئې محفوظه كوئ ، دغه شان به تاسو ته په قلاره قلاره د ګناهونو ډىر زيات معلومات حاصل شي. * دغه شان د مكتبةُ المَدينه ډير كتابونه دي ، مثلاً  “ جہنم میں لے جانے والے اعمال “  دا په دوو جلدونو مشتمل كتاب دے. بل کتاب دے “ گناہوں کے عذابات “ دا مختصر جامع كتاب دے ، په دې كښې د 52 ګناهونو ذِكر دے ، په دې كښې د هر ګناه تعريف ، د دې مُتَعَلِّق قرآني آيات و احاديث ، د هغه ګناه حكم ، په هغه ګناه كښې د اخته كيدلو اسباب او د هغې نه د بچ كيدلو طريقے هم ليك دي. دغه شان د مكتبةُ المَدينه نور كتابونه مثلاً * 76 کبیرہ گُنَاہ * گناہوں کی نحوست * نیکیوں کی جزائیں اور گُنَاہوں کی سزائیں* مکاشفۃ القلوب وغیرہ ، دا كتابونه د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه حاصل كړئ يا د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ئې ډاؤن لوډ كړئ او د دې د لوستلو خپل هدف مقرر كړئ.