Teen Psandida Sifat

Book Name:Teen Psandida Sifat

     د ګناهونو د معلوماتو يوه طريقه دا هم ده چې د دارُ الافتاءِ اهلسُنَّت نمبر ځان سره اوليكئ ، چې كله هم څه اهم كار شروع كوئ ، يا مو په کومه مُعامَله كښې د ګناه كيدو شك شي يا مو په يو غير شرعي كار كښې د اخته كيدلو انديښنه وي نو دارُ الافتاءِ اهلسُنَّت سره يا يو عاشقِ رسول مفتـي صاحب سره رابطه کوئ. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د دعوتِ اسلامي آئي. ټـى ډيپارټمنټ د دارُ الافتاءِ اهلسُنَّت موبائل ايپلي كيشن جاري كړے دے. په خپل سمارټ فون باندې دا ايپلي كيشن انسټال كړئ ، كله كله په هغې كښې د وركړو شوو فتوو مُطالَعه كوئ ، اِنْ شَــآءَ الـلّٰـه ډير زيات علمِ دين به زده كول درنصيب شي او ورسره ورسره به د ګناهونو معلومات هُم درحاصل شي.

    پاتې شوه “ په زړه كښې د ګناهونو نه نفرت “ دا به څنګه نصيب شي؟ د دې د پاره امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه زبردسته نُسخه بيان کړي ده : هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د تقوٰى حاصلولو صورت دا دے چې د پينځَـؤ اندامونو خاص نګراني اوكړے شي. هغه پينځه اندامونه دا دي : (1) سترګې (2) غوږونه (3) ژبه (4) خيټه او (5) زړه[1]

     يعنې سترګې د ګناهونو مثلاً فلمونو ډرامو وغيره نه بچ ساتل پکار دي ، غوږونه د ګناهونو مثلاً سندرو باجو ، غِيبَت او د بے حىائي د خبرو اوريدلو نه ساتل پکار دي ، ژبه د غيبَت ، چغلئ ، دروغو وغيره وئيلو نه ساتئ ، خيټه د حرامو د يوې لقمے نه هُم بچ ساتئ ، دغه شان زړه د حَسَد ، تَكَبُّر ، رياكارئ وغيره نه بچ ساتئ. اِنْ شَــآءَ الـلّٰـه په قلاره قلاره به مو زړه صفا شي ، د زړه خِىرے به مو لرې شي او په زړه كښې به مو د ګناهونو نه نفرت پيدا شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...منہاج العابدین ، صفحہ : 162۔