Book Name:Teen Psandida Sifat
د الله پاک د محبوبو بندګانو دويم وَصف كوم چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان فرمائيلے دے : هغه دے غِنا ، اِنَّ اللہَ یُحِبُّ الْعَبْدَ التَّقِیَّ الْغَنِیّ بيشكه الله پاك تقوٰى والا ، غني بنده سره محبت كوي.
د لفظِ غَنِـى معنٰى ده : بےنيازي او دا د الله پاك صِفَت دے. په قرآنِ كريم كښې دي :
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اَنْتُمُ الْفُقَرَآءُ اِلَى اللّٰهِۚ-وَ اللّٰهُ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ(۱۵) (پارہ22 ، سوره فاطر : 15)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان : اے خلقو! تاسو ټول د الله محتاجه ئې او صرف الله بے نيازه دے د ټولو صفتونو والا.
نو مونږ ټول د الله پاك محتاجه يو او الله پاك غني او بےنيازه دے ، لِهٰذا دا د غِنا صِفَت يعنې مكمل طور باندې بے نيازي انسان ته نصيب كيدل ناممكن دي.
البته هغه غِنا كوم چې د بنده صِفَت دے ، دا په اصل كښې غِنا نه ده بلكه فَقر دے. امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فقر شپږ درجے بيان كړي دي ، په دې كښې چې د فقر كومه اعلٰى درجه ده ، هغې ته غِنا وائي او د دې مطلب دا دے چې بنده د دُنيا د هر څيز نه ، مال و دولت وغيره نه بے نيازه شي. لِهٰذا هغه بنده د چا په نِزد چې د مال و دولت هيڅ حيثيت نه وي ، مال و دولت ميلايدل يا نه ميلاويدل د هغه په نِزد برابر وي ، داسې كس ته غَنِـي وائي. ([1])
منقول دي چې د الله پاك نبـي حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام نه د هغوئي حَوَّاريانو تپوس