Teen Psandida Sifat

Book Name:Teen Psandida Sifat

اوكړو : اے روحُ الله عَلَيْهِ السَّلام! څه وجه ده چې تاسو په اوبو د پاسه داسې ګرځئ لکه مونږه چې په زمكه ګرځو خو په مونږه كښې داسې طاقت نشته؟ حضرت عيسٰى عَلَيْهِ السَّلام حَوَّاريانو ته اوفرمائيل : د درهم و دينار (يعنې سرو زرو او سپينو زرو) په باره کښې ستاسو څه رائے ده؟ حَوَّاريانو عرض اوكړو : ډير قيمتي څيزونه دي. هغوئي ارشاد اوفرمائيل : د شګو او كانړو  په باره كښې تاسو څه وائې؟ هغوئي عرض اوكړو : دا بےقيمته څيزونه دي. حضرت عيسٰى عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام اوفرمائيل : چې كله ستاسو په نِزد دا دواړه څيزونه برابر شي نو په تاسو كښې به هم  په اوبو د پاسه د ګرځيدلو طاقت پيدا شي.

     سُبْحٰنَ الله! دا ده اصل غِنا او هم دا هغه وَصف دے چې په کوم بنده كښې دا وَصف پيدا شي الله پاك هغه بنده سره محبت كوي.

     اوس به دا غِنا به مونږ ته څنګه حاصله شي؟ د دې يوه طريقه دا ده چې بنده د الله پاك په خالق و رازِق او مالِك كيدو باندې د زړه نه مطمئن شي. په حديثِ پاك كښې دي : څوك چې د ټولو نه لوئ غَنِـي جوړيدل غواړي ، هغه له پكار دي چې د ځان سره موجود مال و اسباب په ځائے د الله پاك د قدرت په خزانه باندې زياته بهروسه [اِعتِماد] اوكړي.

     معلومه شوه چې كه مونږه د الله پاك د قدرت په خزانو باندې كامله بهروسه اوكړو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! مونږ ته به د غِنا دولت نصيب شي. که زمونږ سره مال وي نو هم په دې بهروسه نه ده پکار بلكه بهروسه په الله پاك پکار ده ، د مال څه بهروسه ،  دا که نن شته نو كيدے شي چې صبا به نه وي. * دغه شان که په چا غريبي راغله ، نو هيڅ خبره نه ده ، الله مالِك دے* كه کاروبار ئې اودريدو نو هيڅ خبره نه ده ، الله مالِك دے *  که په كور كښې د خوراك څه نه وي ، بچي مو اوږي وي نو هيڅ خبره نه ده ، الله