Book Name:Teen Psandida Sifat
مالِك دے * که څه پريشاني راغله نو هيڅ خبره نه ده ، الله مالِك دے * که نوكري نه ميلاويږي نو هيڅ خبره نه ده ، الله مالِك دے ، د بنده حالات که هر څنګه وي خو چې د هغه ذِهن دا جوړ شي چې الله پاك زما مالِك دے ، الله پاك زما خالق دے ، الله پاك زما رازق دے ، نو چې كله زمونږ دا پوخ ذِهن جوړ شي نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم!زمونږ په زړه کښې به د دُنيا نه ، دُنياوي مال و دولت نه ، او دُنيادارو نه د غِنا يعنې بے نيازئ صِفَت پيدا شي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
دريم خوښ صِفَت : خِفا (يعنې ګمنامي)
د الله پاك د محبوبو بندګانو دريم وَصف كوم چې په حديثِ پاك كښې بيان شوے دے هغه خِفا يعنې ګمنامي ده. يعنې هغه كس چې په خلقو كښې خپل شُهرت نه غواړي ، هره نيكي پټه كوي ، ځان پټ ساتي ، داسې كس هم د الله پاك محبوب او خوښ دے.
په يو حديثِ پاك كښې د الله پاک آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مومِن بنده شپږ اوصاف بيان فرمائيلي دي او فرمائي : اِنَّ اَغْبَطَ اَوْلِیَائِیْ زما قابِلِ رَشك دوست هغه دے [يعني هغه کس چې خلق ورته پسخيږي] (په كومو كښې چې شپږ اوصاف موجود وي) بيا ئې په هغه شپږو اوصافو كښې يو وصف دا بيان كړو : چې هغه به په خلقو كښې پټ وي ، چې خلق د هغه طرف ته په ګوتو اشارے نه كوي. ([1])
د هُم دې مفهوم د يو حديثِ پاك لاندې حكيمُ الاُمَّت ، حضرت مفتی احمد یار خان