Teen Psandida Sifat

Book Name:Teen Psandida Sifat

نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : يعنې چې په دُنياوي كمالاتو ، دولت ، صحت ، طاقت كښې ، او دغسې چې په ديني كمالاتو مثلاً علم ، عبادت ، رياضت كښې د هغه شُهرت اونشي ځکه چې د عوامو د پاره شهرت ضرور خطرناك دے ، د دې نه عام طور په زړه كښې غرور او تَكَبُّر پيدا كيږى. د داسې شهرت نه پټ اوسيدل ښه دي. بعضې بندګان داسې هُم دي چې د هغوئي په زړونو کښې د شهرت نه غرور [تَکَبُّر] نه پيدا کيږي ، هغوئي ته معلومه وي چې نيك نامي او بدنامي د الله پاك په قبضه كښې ده ، [بله دا چې شُهرت په دې وجه هُم خطرناک وي چې بعضې وخت د معمولي غلط فهمئ يا د چا د شرارت په وجه داسې کس نه د خلقو په زړونو کښې نفرت پيدا شي ، بس خلق خو خلق دي] د خلقو هيڅ اعتبار نشته ، دوئي يو ساعت د زنده باد نعرے لګوي ، او بيا لږ ساعت پس [د هُم هغه کس خلاف] د مُرده باد نعرے لګوي. ([1])

     اے عاشقانِ رسول! د چا په زړه كښې چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت راشي ، هغه د الله پاك محبوب جوړيږي ، نو كوم بنده چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل دوست جوړ كړي د هغه عظمت و شان به څومره زيات وي ، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قابِلِ رشك دوست څوک دے؟ هغه کس چې ګُمنامي [يعني ځان پټ ساتل] خوښوي.

     اوس يو طرف ته خو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا فرمان دے او بل طرف ته که مونږ خپل حالت ته اوګورو نو افسوس! نن صبا خلق د معمولي شُهرت حاصلولو د پاره خپلې سيلفيانې جوړوي او د سوشل ميډيا په ذريعه د شُهرت حاصلولو په کوششونو کښې لګيا وي ، فضول او د ګناهونو نه ډكې ويډيو ګانې جوړوي او د خپل ځان مشهور كولو


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح ، جلد : 7 ، صفحہ : 136۔