Teen Psandida Sifat

Book Name:Teen Psandida Sifat

په چكر كښې وي. هائے افسوس! كه مونږه جامے اخلو نو هُم  کوشش مو دا وي چې داسې جامے واخلم چې څوک ئې اوويني چې واه واه اوکړي ، که خوشبو اخلو نو هُم په زړه کښې مو دا وي چې په کومه کوڅه تيريږم چې ټوله کوڅه خوشبوداره شي ، افسوس! مونږه پيزار اخستلو او خوښولو کښې هُم ډير زيات وخت ضائع كوو د پاره د دې چې څوک ئې اُووِيني چې ورته حيران شي. د واده په موقع خلقو ته ځان ښودل ، او په اخترونو كښې ځان ښودل.كاش چې! د شهرت د دې شوق نه مونږ ته نجات ملاو شي ، كاش چې! مونږه د الله پاك رضا حاصلوونكي جوړ شو ، كاش چې! زمونږ ژوند د الله پاك د راضي كولو په كارونو كښې تير شي. حديثِ پاك كښې دي : دوه اوږي شرمخان چې د چيلو په رمه كښې څومره تباهي کوي ، د مال او شهرت محبت د انسان په دين کښې د هغې نه هُم زياته تباهي راولي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دلته يوه بله اهمه نكته ده ، هغه دا چې دا حديثِ پاك ، د كوم د وضاحت اوريدلو چې مونږه سعادت حاصلوو ، په دې كښې خو ارشاد فرمائيلے شوي دي چې الله پاك ګمنامي خوښوونكي بنده سره محبت كوي ، اوس يو بل حديثِ پاك واورئ! د حضرت ابوهُريره رَضِیَ اللهُ  عَنْه نه روايت دے ، د الله پاك آخري نبـي ، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : بيشكه الله پاك چې كله د خپل کوم بنده سره محبت فرمائي نو جبريلِ اَمين عَلَيْهِ السَّلام ته فرمائى : اے جبريل! زه د فلانکي بنده سره محبت كووم ، ته هم د هغه سره محبت اوكړه ، نو جبريل عَلَيْهِ السَّلام هُم د هغه سره محبت کول شروع كړي ، بيا په آسمان كښې دا اعلان كيږي چې بيشكه الله پاك د فلانکي بنده سره محبت كوي ، اے فرښتو! تاسو ټول هم د هغه سره محبت اوكړئ...!! پس د آسمان