Book Name:Teen Psandida Sifat
ټولې فرښتے هم د هغه بنده سره محبت کول شروع كړي. ([1]) او د تِرمذي شريف په روايت كښې دي : بيا د زمكې د خلقو په زړونو كښې د هغه بنده محبت لازم كړے شي.([2])
معلومه شوه چې الله پاك ګمنامي خوښوونكي سره محبت كوي خو خپل محبوب بنده ګمنامه [يعني ورَک] نه پريږدي.
اوګورئ! حضرت اُويس قرني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې ګمنامي اختيار كړه نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مدينه منوره كښې د صحابه كرامو او خُلفائے راشدين عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په وړاندې د حضرت اُوَيس قرني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شان و عظمَت بيان كړو ، حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ګمنامي خوښوونكے وو ، الله پاك د هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عِزَّت و شُهرت ته داسې هميشګي عطا كړه چې نن د څوارلسو صدو تيريدو نه پس هم چې څوك د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم واخلي نو د ادب نه سر ټِيټ کړي ، حضرت داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شهرت غوښتلو نه پاك وو خو اوګورئ نن د هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دربار شريف كښې د خلقو څومره ګنړه وي ، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل كور كښې د قلم په ذريعه د دِين خدمت اوكړو ، د شُهرت حاصلولو د شوق نه به لرې لرې اوسيدلو خو اوګورئ چې الله پاك مسلكِ رضا په ټوله دُنيا كښې عام كړو.
معلومه شوه چې كوم بنده شهرت غواړى ، د دُنيا عارضي او فاني شهرت پسې منډې وهي ، هغه ته كه شُهرت ميلاو هم شي نو عارضي وي ، آخر كار يوه ورځ هغه قبر ته كوز شي او ورسره ورسره د هغه شهرت ختم شي ، او څوك چې د شهرت طلب ګار نه وي بلكه صرف د خپل خالق و مولٰى رضا غواړي ، هغه كه په ظاهره د دُنيا نه پرده اوكړي نو